افغانستان

٩٥ فيصده افغانان مناسب خواړۀ نۀ لري، ملګري ملتونه

٩٥ فيصده افغانان مناسب خواړۀ نۀ لري، ملګري ملتونه

 ملګرو ملتونو پخپل يو راپور کښې خبردارے ورکړے دے چې پينځه نوي فيصده افغان ابادي مناسب خواړۀ نۀ لري ، په دغه کچه کښې دزنانه ؤ دزيرکفالت کورنيو شميره خواؤشا سل فيصده ده.

 دراپورونو له مخې  په تيرو ورځو کښې له نيويارک څخه جاري شوي راپور څخه څرګنديږي چې  په ا فغانستان کښې دولږې سره مخ کسانو شميره  دجولائي ٢٠٢١م څخه يو کروړه، څلويښت لکو په مقابله کښې دوه کروړه او ديرش لکه ته رسيدلې ده.

 دملګرو ملتونو  دعمومي سيکتر  دافغانستان  لپاره ځانګړي استازي  رميز الکباروف وئيلي دي  دا يوه لويه کچه ده  اؤ  دتصور کيدو جوګه نۀ ده، دا تراوسه په ړنګوې توګه يو تريخ حقيقت دے.

 په ولږه کښې په تيزۍ سره  اضافې  افغان کورنۍ په سختو اقداماتو مجبورې کړيدي چې پکښې  ډوډۍ نۀ خوړو پشان اقدام شامل دے.

 راپور کښې خبردارے ورکړے شويدے چې  دا  دنۀ منلو جوګه تجارت دمشکلاتو سبب جوړيدے شي، چې پکښې معيار، شميره اؤ په لويه پيمانه  دخوراک کمے پيدا کيدے شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button