افغانستان

کابل کې ډاکټر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو مشر سره وليدل

کابل کې ډاکټر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو مشر سره وليدل

کابل کې ډاکټر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو مشر سره وليدل

کابل ( وحدت نيوز ) د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له عالى کمېشنر فليپو ګراندى سره د افغانستان د ملى پخلاينې د عالى شورا پخوانى مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ليدنه وکړه . په دې ليدنه کښې ډاکټر عبدالله عبدالله په لومړى ځل کابل ته د ګراندى د سفر هرکلے وکړو او افغانستان ته سفر ئې د افغانانو لپاره د نوموړى او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالى ادارې ځانګړې پاملرنه ياده کړه . ډاکټر عبدالله عبدالله په افغانستان کښې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالى کمېشنرۍ له فعاليتونو ، له کډوالو او کورنېو بېځايه شويو سره له مرستو او له افغان کډوالو څخه د ګاونډيو هېوادونو له کوربتوب څخه مننه وکړه اوې ويويل چې په افغانستان کښې د UNHCR مرستې او همکارۍ اغېزمنې دي، افغانان په اوسنيو شرائطو کښې د نړيوالې ټولنې بشر دوستانه مرستو ته اړتيا لرى او له همدې امله د دغو مرستو او همکاريو په دوام ټينګار کوو . فليپو ګرانډى پخپلو خبرو کښې له افغانستان سره د خپلو بشر دوستانه مرستو په دوام او پراختيا ټينګار وکړو .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button