پاکستان

دخېبرپښتونخوا 107 غيرحاضره پوليس معطل کړے شول

دخېبرپښتونخوا 107 غيرحاضره پوليس معطل کړے شول

دخېبرپښتونخوا 107 غيرحاضره پوليس معطل کړے شول

پېښور( وحدت نيوز) دخېبرپښتونخوا دخېبر ضلعې لنډي کوتل تاڼې يو سل اووۀ پوليس معطل کړے شوي، تنخاګانې يې ودرول شوي اؤ په اوؤ ورځو کښې ورته پوليس لا ئن ته دحاضريدو امر شويدے.
دخېبر ډي پي او وينا ده غيرحاضرو پوليسو ته څو ځله نوټسې جاري کړے شوې وې خو هغوي ډيوټۍ نه نۀ راتلل، دډي پي او لخوا ديو سل اوؤ پوليسو په نوم فهرست جاري کړے شويدے.
ډي پي او عمران خان وئيلي دي که په يوه اوونۍ کښې دننه معطل پوليس اهلکار حاضر نۀ شول نو دوي به فارغولے شي، په فرائضو کښې کوتاهي به په يو صورت کښې هم نۀ شي زغملے.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button