افغانستانتعلیم

خراسان پوهنتون او د ننګرهار د تعليم او تربيې رياست ترمنځ د سکالرشيپونو هوکړه لاسليک شوه

خراسان پوهنتون او د ننګرهار د تعليم او تربيې رياست ترمنځ د سکالرشيپونو هوکړه لاسليک شوه

خراسان پوهنتون او د ننګرهار د تعليم او تربيې رياست ترمنځ د سکالرشيپونو هوکړه لاسليک شوه

جلال آباد( وحدت نيوز ) د خراسان پوهنتون او د ننګرهار د تعليم او تربيې رياست ترمنځ د سکالرشيپونو هوکړه لاسليک شوه. دغه هوکړه د ننګرهار ولايت تعليم او تربيې رياست کښې، د افغانستان د خصوصى پوهنتونونو د اتحاديې د مطبوعاتو او عامه اړيکو رييس محمد کريم ناصرى او ورسره مل پلاوى په ملتيا د يوې غونډې په ترڅ کښې د خراسان پوهنتون د رييس دوکتور احمد طارق کمال او د ننګرهار ولايت تعليم او تربيې رييس الحاج مفتى حبيب حضرت ترمنځ د رسنيو په وړاندې لاسليک شوه.
د ننګرهار ولايت تعليم او تربيې رياست سره دغه هوکړه د هېوادوالو اقتصادى ستونزو ته د رسېدګۍ او له زده کړو څخه د هغوي د محرومتيا د مخنيوى په پار وشوه.
د يادې هوکړې له مخې به خراسان پوهنتون د 1401 کال پسرلنى سمسټرونو لپاره هغو زده کړيالانو ته د پوره تحصيلى (لېسانس) دورې لپاره نېمه سکالرشيپونه ورکوي، چې د تعليم او تربيې رياست له ادرسه خراسان پوهنتون ته ور پېژندل کيږى . د خراسان پوهنتون رييس دوکتور احمد طارق کمال د هوکړه ليک لاسليکېدو پر مهال په خپلو خبرو کښې يادونه وکړه، چې دوى غواړى د پوهنې له رياست سره خپلې همکارى لا ډېره کړى او لېواله دى ، چې د علمى سويې لوړاوى لپاره خپل کوښښونه زيات کړي.
د هېوادوالو لپاره د يادو نيمه سکالرشيپونو د اعلان دغې غونډې پر مهال د ننګرهار ولايت د تعليم او تربيې رييس الحاج مفتى حبيب حضرت له خراسان پوهنتون څخه مننه وکړه، چې د هېوادوالو اقتصادى ستونزو ته په کتو ئې په ډېر حساس وخت کښې ډېر ګټور نيمه سکالرشيپونه اعلان کړل. ده ووئيل چې په شريک ډول او يوه بل ته لاس ورکولو معارف او زده کړو ته پراختيا هر وخت ښې پايلې لرى او په وينا ئې دې برخې ته دوى پام لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button