پاکستان

اپوزيشن به دعدم اعتماد دتحريک ترڅنګ د2023ء ټاکنې هم بائيلي

  • وزيراعظم عمران خان وئيلي دي اپوزيشن له خلقو ګراني هيره کړې ده، اوس دوي دکپتان په جال کښې نښتي دي.
    وزيراعظم عمران خان اسلام اباد کښې دسمندر پورې پاکستانيانو کنونشن ته په وينا کښې وويل هغه پيشنګوئي کوي چې يوازې تحريک عدم اعتماد بلکې دهغوي ددوه زره درويشتم ټاکنې هم لاړې.
    وزيراعظم دخپلې وينا په لمړۍ برخه کښې په اپوزيشن سختې نيوکې وکړې او وې وېل اپوزيشن دهغه ټول ګوند ودرولى ، له خلقو ګراني هيره شوې ده اؤ اوس له حلقو څخه داسلام اباد مخه کوي.
    وزيراعظم وويل نن هغه داپوزيشن دزړه له تله مننه ادا کوي چې هغوي له خلقو دټماټرو اؤ پيازو نرخونه هير کړل، دهغوي له امله دهغه ګوند رايوځايې شو، اپوزيشن په هغه احسان وکړو ، اوس به هغوي ته بدې ردې نۀ وائي.
    عمران خان وويل نوازشريف دجنرال جيلاني په چهتونو دسريې لګولو دلارې وزيراعلى جوړ شوى، فضل الرحمان له ديرشو کلونو دين پلوري، دفضل الرحمان نوم ډيزل مونږ نۀ بلکې د(ن) ليګ يو رنګ باز ايښودے اؤ هغه له دې امله چې فضل الرحمان به ډيزلو دپرمټ په نوم پېسې جوړولې.، پيپلز پارټۍ ،(ن) ليګ اؤ فضل الرحمان به يو بل ته غلۀ وئيل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button