پاکستان
Trending

 افغان وزير شيخ عبدالباقى حقانى د سره صليب او اسلامى بانک له استازو سره وکتل

 افغان وزير شيخ عبدالباقى حقانى د سره صليب او اسلامى بانک له استازو سره وکتل

کابل ( وحدت نيوز) د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزير شيخ عبدالباقى حقانى د سره صليب او اسلامى بانک له استازو سره وکتل . د کتنې پر مهال د لوړو زده کړو د بهرنيو اړيکو او بورسونو د تنظيم ريس ڼظر محمد عرفان ، د على اباد د تدريسى روغتون ريس ډاکټر عمادالدين ځاځى ، د افغانستان لپاره د سره صليب نړيوالې کميټې استازى ريټو سټاکر او د اسلامى بانک استازى عطاالرحمن درانى په مختلفو مسايلو بحثونه وکړل . د لوړو زده کړو سرپرست وزير د سره صليب او اسلامى بانک له فعاليتونو مننه وکړه او غوښتنه ئې وکړه چې د اسلامى امارت سره دې په بيلا بيلو برخو کښې  همکارى وشى . شيخ حقانى ووئيل مرستندويه ادارې بايد د تدريسى روغتونونو د استاذانو ظرفيت لوړونې ، د دغو روغتونونو خود کفاکولو او ورته نورو برخو کښې همکارى اړينه ده . تر څو خپلو هيوادوالو ته لا ښه خدمتونه ترسره کړو او ناروغان مو ګاونډيو هيوادونو ته له تګ ، راتګ را وګرځول شى . ده ووئيل د اسلامى بانک څخه غواړو چې د لوړو زده کړو وزارت سره د پراختيايى او پرمختيايى برخو کښې مرستې وکړى . په ليدنې کښې د لوړو زده کړو سرپرست وزير ته د بشپړې همکاريو ډاډ ورکړے شو . ريټو ووئيل مونږ له افغانستان سره په سختو شرايطو کښې مرستې کړى دى او اوس هم هر راز مرستو ته تيار يو .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button