د ملي او سيمه ايزو چارو د شنونکي استاد فضل مولا ابراهيم خيل او فعال افغان قدرت الله بدلون د ورور مرحوم فضل الله ابراهيم خيل د فاتحې مراسم
جلال آباد ( وحدت نیوز ) د ملي او سيمه ايزو چارو د شتونکي استاد فضل مولا ابراهيم خيل او فعال افغان قدرت الله بدلون د ورور مرحوم فضل الله ابراهيم خيل د فاتحې او خيرات مراسم د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ په مستعلي کلي کې ترسره شول. د فاتحې او خيرات په مراسمو کې سياسي ، فرهنګي ، علمي او ټولنيزو کادرونو ، ديني عالمانو ، قومي مخورو ، مدني فعالانو ، دولتي مامورينو او ځوانانو برخه اخيستې وه . د فاتحې پر مهال د الهي کلام د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره خواږو لاسونه لپه او د مرحوم لپاره د جنت الفردوس او کورنۍ د غړو لپاره د صبر جميل غوښتنې وکړې . د فاتحې په وروستيو کې د خپلې کورنۍ په استازيتوب استاد فضل مولا ابراهيم خيل پخپلو خبرو کې د ټولو مشرانو ، عالمانو ، ملګرو او همزولو له غمشريکۍ او خواخوږۍ نه مننه وکړه او ويويل چې مرګ حق دی، مونږ او تاسو ټول به يوه ورځ مرو