افغانستان

کابل کې د غازي ميرزمان خان د سيمينار برخه وال

کابل کې د غازي ميرزمان خان د سيمينار برخه وال

کابل ( وحدت نیوز ) په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ د یو ملي اتل او د افغان انګلیس د درېیم جنګ د ختیزې جبهې د لوی بولندوی ؛ غازي میرزمانخان د ژوند ، مبارزو او اتلولیو په باب یو علمي سیمینار جوړ وشو .
دا علمي سیمینار د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې پوهاند دوکتور محمداسمعیل یون ، سمیع الله شاهد ، کاظم ګوجر ، شاه محمد بشیر ، دکتور ضیالحق رشیدي، سړبن هدايي ، محمد صدیق پتمن، استاد حبیب الله رفیع ، انجنیر اردلان زماني او استاد سید قیاس سیدي د غازي میرزمانخان د ژوند ، افکارو ، مبارزو او اتلولیو په باب هر اړخیزې خبرې وکړې ، ویناوالو په ولسي ادب کې د هغه پر یادونې ، په پوځي ډګر کې د لوی خان او د هغه د کورنۍ د غړو پر مبارزې ، د هغه پر ولسي تجربې ، زړورتیا ، له غازي امان الله خان سره د هغه دورورۍ او ملګرتیا، د کورني اړودوړ په ارامولو کې د هغه پر مثبت رول ، د هغه پر شخصیت د لیکل شویو اثارو پر څرنګوالي او څومره والي او همدارنګه د لوی خان د شخصیت او اتلولیو پر بېلابېلو خواوو هر اړخیزه رڼا واچوله. د سیمینار په پای کې د ګډونوالو له خوا د اوو مادو په ګډون يو پرېکړه لیک تصویب او تایید شو چې د عبدالغني احمدزي له خوا د غونډې برخوالو ته واورول شو . په پرېکړه لیک کې له دولت څخه غوښتل شوي چې د لوی خان غازي میرزمانخان په نوم دې یو دولتي مډال جوړ شي ، یو پوځي تحصیلي مرکز ، یو ملکي روغتون ، او یو شمېر ملکي روزنیز مرکزونه دې د لوی خان په نوم و نومول شي.دا علمي سیمینار د هېوادوالو د سوکالۍ او د افغانستان د پرمختګ په هیله دعايې سره پایته ورسېد.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button