لوبې

مولانا فضل الرحمان وائي دعمران خان حکومت اکثريت بائيللے، نوې ټاکنې دې وشي

مولانا فضل الرحمان وائي دعمران خان حکومت اکثريت بائيللے، نوې ټاکنې دې وشي

مولانا فضل الرحمان وائي دعمران خان حکومت حکومت اکثريت بائيللے، نوې ټاکنې دې وشي
ډيره اسماعيل خان ( وحدت نېوز ) د حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد ( پي ډي ايم) او د جمعيت علماء اسلام( ف ) مشر مولانا فضل الرحمان دعوه کړې ده چې دوزيراعظم عمران خان حکومت اکثريت بائيللے دے اؤ په هيواد کښې دې دنوي سره ټاکنې وکړے شي.
په ډاګه دې وي چې وزيراعظم عمران خان تيره ورځ دقامي اسمبلۍ يو شمير غړو سره په ليدنه کښې خپلې پارټۍ سره دغدارۍ کوونکو په ضد داقداماتو کولو خبردارے ورکړے ؤ اؤ خپل ګوند ته په اسلام اباد کښې دجلسې کولو وينا کړې وه.
ډيره اسماعيل خان کښې ميډيا سره خبرو کښې ديوې پوښتنې په ځواب کښې مولانا فضل الرحمان وويل چې معاملې دعمران خان دلاس څخه وتلي دي ، مولانا فضل الرحمان په وزيراعظم عمران خان غږ کړے دے چې ېو مليون خلک مه راوله، يوازې په ١٧٢ د پارلېمان غړي پوره کړه. .
مولانا فضل الرحمان وويل چې قامي اسمبلۍ کښې د عدم اعتماد تحريک وړاندې کړے شوے دے
د پي ډي ايم مشر وويل چې کارکنان دې تيار اوسي او کله چې پرې هغه اسلام آباد ته د راتللو غږ وکړي نو سمدستي دې ورشي، ټول هيواد دې تيار وي او هر وخت اسلام آباد ته خپل کارکوونکي را بللے ش
په پېښور کې وتلي سينئر خبريال احسان داوړ وحدت نيوز ته وويل چې که حکومت او اپوزيسيون دواړه خپل کارکوونکي پلازمينې ته راوبولي نو د

واړو سياسي قوتونو د کارکوونکو تر منځ د خونړۍ نښتې امکان نه شي رد کيدے چې په دې صورت کې د غير جمهوري قوتونو ته لاره هواريدے شيي.

Related Articles

Back to top button