پاکستانلوبې

د کراچۍ ټیسټ لوبه کې پاکستانۍ لوبډله په خپل لومړي پاڼۍ کې له سختو ستونزو سره مخ ده

د کراچۍ ټیسټ لوبه کې پاکستانۍ لوبډله په خپل لومړي پاڼۍ کې له سختو ستونزو سره مخ ده او د ملي لوبډلې ۵ لوبغاړي په ۷۶ منډو پویلین ته راستانه شوي دي.

د کراچۍ ټیسټ لوبه کې پاکستانۍ لوبډله په خپل لومړي پاڼۍ کې له سختو ستونزو سره مخ ده او د ملي لوبډلې ۵ لوبغاړي په ۷۶ منډو پویلین ته راستانه شوي دي.
د کراچۍ په نېشنل سټېډيم کې د ټېسټ مېچ په درېيمه ورځ اسټراليا خپل لومړی اننګز په ۵۵۶ منډو د ۹ لوبغاړو په سوځېدو اعلان کړ.
د پاکستان لپاره امام الحق او عبدالله شفق منډې پیل کړې خو عبدالله شفق په ۱۳ منډو وسوځېد او د سواپسن په توپ اچونه کې رن اوټ شو، په داسې حال کې چې امام الحق هم د یوې سترې منډې جوړولو په هڅه کې په ۲۰ منډو کېچ اوټ شو. .
اظهر علي په ۱۴ منډو د مچل سټارک لخوا کیچ اوټ شو او په بل بال فواد عالم هم ایل بی ډبلیو شو.

د استرالیا لومړۍ پاڼۍ
په دریمه ورځ استرالیا خپله لومړۍ نیمګړې پاڼۍ د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۵۰۵ منډې جوړې کړې خو شاهین افریدي د تیرې ورځې په سکور کې له کوم زیاتوالي پرته د اظهر علي په ۲۸ منډو د مچل سټارک کیچ واخیست.
استرالیا لومړۍ پاڼۍ د ۹ لوبغاړو په سوځېدو په ۵۵۶ منډو اعلان کړه، چې عثمان خواجه ۱۶۰، الیکس کیري ۹۳ او سټیو سمیت ۷۲ منډې جوړې کړې.
د پاکستان لپاره فهیم اشرف او ساجد خان دوه دوه، شاهین افریدي، نعمان علي، حسن علي او بابر اعظم یوه یوه وېکټه واخیسته.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button