پاکستان

بنو کښې پښتون قامي جرګې خپل پرېکړه ليک کښې ۲۵ غوښتنې کړې دي

بنو کښې پښتون قامي جرګې خپل پرېکړه ليک کښې ۲۵ غوښتنې کړې دي

بنو ( فرحت الله بابر نمائنده وحدت )کښې پښتون قامي جرګې په خپل پرېکړه ليک کښې ۲۵ غوښتنې کړې دي. د پښتونخوا ملي‌عوامي ګوند په بلنه د مارچ له ۱۱مې تر ۱۴مې شوې په دې جرګه کښې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو غړو، مدني فعالانو او وکيلانو ګډون کړی وو. په جرګه کې ګڼو ښځو هم برخه اخیستې وه.

ټاکل شوې وه چې درې ورځنۍ جرګه د مارچ پر ۱۳مه پائ ته ورسي، خو پر پرېکړه لیک یې کار نه و بشپړ شوی نو ځکه د مارچ تر ۱۴مې وغځېده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پرېکړه ليک د لوستلو په وخت وويل، “دا جرګه غوښتنه کوي چې د ميانوالي او اټک په شمول دې د جنوبي پښتونخوا او شمالي پښتونخوا په يو ځائ کولو سره د پښتنو يوه متحده قامي صوبه جوړه کړل شي.”

جرګې د افغانستان سره پر ډېورنډ کرښه د پاکستاني پوځ لخوا لګول شوی اغزن تار هم رد کړې او غوښتنه یې کړې چې تجارت او تګ راتګ ته دې بغیر له کوم کاغذه اجازه ورکړل شي.

د پښتنو قامي جرګې بله غوښتنه د پښتنو په سيمو کښې د څو لسیزو جګړې څېړنې کول دی. د دې لپاره یې وړاندیز کړی چې د حقیقت موندنې او پخلاینې يو داسې کمېشن دې جوړ شي چې سرپرستي یې جرګه وکړي.

همداراز جرګې په افغانستان کښې د لویې جرګې او انتخاباتو له لارې د حکومت د جوړېدو سپارښتنه کړې ده. د يادونې وړ ده چې په افغانستان کښې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د محمد اشرف غني په مشرۍ منتخب او جمهوري حکومت چپه کړو او د چارو واګي‌ يې په خپلو لاسونو کې واخیستلې.

په بنو کښې پښتون قامي جرګې زیاته کړې چې پر پوځي چېک پوسټونو دې خلک نه په تکليفېږي، غېب کړل شوي ټول خلک دې خوشې شي، ماورائې عدالت قتلونه دې بند او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښان علي وزیر، حنیف پښتين، اویس ابدال، قاضي طاهر او نور دې له زندانه پرېښوول شي. پر دوې د رياست خلاف د خلکو د پارولو تورونه دي چې دوې یې ردوي او په عدالتونو کښې یې کېسونه روان دي. جرګې له پوځي عملياتو څخه د بې کوره شوو خکو په عزت سره ستنېدل او هغوی ته د کورونو جوړولو لپاره د معاوضې ورکولو غوښتنه کړې ده.

همداراز جرګې د ملکي واک په سم تنظیم کې د مرستې لپاره یو قانون (Action in Aid of Civil Power Regulation) تور قانون بللی او په سمدستي ډول یې د ختمولو غوښتنه کړې ده. هغه قانون امنيتي ځواکونو ته په ملکي چارو کې پراخ واک ورکوي.

جرګې په پرېکړه ليک کې ادعا کړې چې د پاکستان پوځ او حکومت د پښتنو په سيمو کښې پر ځينو ځنګلونو، د معدنياتو پر ذخايرو او غيرسرکاري ودانيو “قبضه کړې” چې په فوري توګه بايد ختمه شي. جرګې همداراز د پخواني سېنېټر او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د يو مخکښ عثمان کاکړ، د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر ارمان لوڼي، د عوامي نېشنل ګوند د غړي اسد اڅکزي او پي ټي اېم د يو مخکښ عارف وزیر د مرګونو په اړه د جسټس قاضي فایز عیسی په مشرۍ د عدالتي پلټنو کولو غوښتنه کړې ده.

پښتون قامي جرګې غوښتنه کړې چې د پښتنو له سيمو د پاکستان نورو برخو ته د ورکول کېدونکو اوبو په اړه دې له سره لوظنامې وشي چې د پښتنو برخه پکښې خوندي شي.

جرګې په خپل پرېکړه ليک کښې ويلي چې حکومت دې د پښتنو په سيمو کښې د دفتر ژبه پښتو کړي او ښځو ته دې د اقتصادي، سياسي او ټولنيز پرمختګ موقعې برابرې کړي. جرګې د ۲۰۱۷ کال سرشمېرنه هم رد کړې او غوښتنه یې کړې چې نوې سرشمېرنه دې د نړيوال معياري مېکانېزم له لارې وشي.

په نورو غوښتنو کښې د پښتنو له سیمو د ماينونو پاکول، بهرنۍ او کورنۍ پالیسي يوازې د پارلېمان له لارې جوړول، د پښتنو په سيمو کښې پر قدرتي وسائلو پښتنو ته واک ورکول او په مورنۍ ژبو د زده کړو تر څنګ صوبو ته د تعليمي نصاب جوړولو بشپړ اختیار ورکول شامل دي.

د جرګې ګډونوالو او هم کوربه محمود خان اڅکزي وويل چې د دې غوښتنو د عملي کولو مېکانېزم به څه وي خو هغه په خپله اخرنۍ وينا کښې ووئیل چې دا جرګې به دوام لري. نوموړي زیاته کړې چې په اروپا او افغانستان کښې به هم د پښتنو داسې جرګې کېږي چې د پښتنو ستونزو ته حل لارې پیدا کړي.

په بنو کې د پښتون قامي جرګې دې غوښتنو ته د پاکستان حکومت څه غبرګون نه دی ښوولی. پوځ هم د هغو مسائلو په اړه چې دوی ته پکښې خطاب شوی، څه نه دې ويلي البته دوئې په پخوا وختونو کښې دا دريځ تکرار کړې چې د لادرکه کسانو د موندنې لپاره يو حکومتي کمېشن کار کوي او د ماینونو پاکولو لپاره پوځ خپل کار ته دوام ورکړی دی.

Afghanistan news

ده جرګۍ ويډيو دلته ليدلۍ شـي 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button